ډیجیټل ژورنال: ستونزه دا ده چې طالبانو ته څه خطاب وشي؟

پکتیا کې وسله وال طالبان

د امریکا له لوري د سولې د خبرو له دوام سره د افغانستان په جنوبي ستراتیژیک ولایت کې شخړې په زیاتېدو دي.

  • سټارس اېنډ سټرایپس

امریکایۍ سټارس اېنډ سټرایپس ورځپاڼې په‌دې مطلب کې د کندهار امنیتي وضعیت ته کتنه کړې او لیکي:

کندهار چې د طالبانو د راپورته کېدو اصلي مرکز ګڼل کېږي، په تېرو ۱۷ کلونو کې ډیرې خونړۍ پېښې په‌کې شوي، خو په‌دې وروستیو کلونو کې په تېره بیا د کندهار ښار په ګډون د دې ولایت ډیرو سیمو کې ناامني په تېره بیا هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه دغه شخړې بیا د دې ولایت د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق چې ویل کېږي د طالبانو پر وړاندې یې د سختې تګ‌لارې په غوره کېدو سره تر ډېره د شخړو مخه نیولې وه، تر وژل کېدو وروسته زیاتې شوي دي.

د نهو اولادونو پلار عبدالقیوم چې ۱۹ کلن د پولیسو افسر زوی یې په‌دې وروستیو کې وژل شوی، وایي، کندهار ښار ناامن شوی او موږ ډارېږو. د د هغه په وینا ډېر خلک داسې انګېري چې وضعیت به لاخراب شي.

سټارس اېنډ سټرایپس د ناامنیې د یوې بېلګې په توګه د کندهار پر معروف ولسوالۍ د طالبانو د تېرې اونۍ پراخ برید ته اشاره کوي چې په نتیجه کې یې د ۱۱ پولیسو په ګډون ۱۹ کسان مړه او شاوخوا شل تنه نور ژوبل شول.

ورځپاڼې وړاندې د خاکرېز د ولسوال اغا نور څرګندونې هم را اخېستي چې ویلي یې دي، د دې ولسوالۍ د مرکز په شاوخوا کې د طالبانو فعالیتونه دومره زیات شوي وو چې دولتي مامورین یې تېښتې ته اړ کړل او اوس دا ولسوالۍ بشپړ د طالبانو په محاصره کې ده.

د کندهار د ولایتي شورا یوه غړي محمد یوسف یونسي سټارس اېنډ سټرایپس ته ویلي چې له طالبانو سره د امریکا خبرې لا روانې دي او پای ته نه‌دي رسیدلي چې د کندهار د ډېرو ولسوالیو یوازې مرکزونه یې د دولت په لاس کې دي او پر نورو برخو یې طالبان واکمن دي.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب بیا دې ورځپاڼې ته ویلي چې له خلکو سره لویه اندیښنه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له اړخه ده.

د هغه په خبره له هر یوه سره دا اندیښنه شته چې که نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپل ملاتړ پای ته ورسوي، ښایي په‌دې هېواد کې بیا کورنۍ جګړې ونښلي.

  • ډیجیټل ژورنال

کاناډایي ډیجیټل ژورنال ورځپاڼې هم په قطر کې د امریکایي او طالبانو د استازیو ترمنځ روانو خبرو ته پام اړولی او لیکي، دواړه خواوې هیله مندې دي چې د دې خبرو په نتیجه کې به د سولې یو تړون نهایي کړي.

د ډیجیټل ژورنال په لیکنه د تړون خاکه برابره شوې او یوازې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو دقیق مهالویش او دا چې طالبانو ته څه خطاب وشي؟ مسایل پاتې دي چې دواړه خواوې پرې بحث کوي.

ورځپاڼې د امریکایي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې بیا چې ویلي یې دي که ځواکونه له افغانستانه وباسي هم د استخباراتو یو پیاوړی ځواک به په‌دې هېواد کې وساتي، د سولې د یوه احتمالي تړون په وړاندې یوخنډ بللی دی.

د ډیجیټل ژورنال په لیکنه بله ستونزه دا ده چې طالبانو ته څه خطاب وشي؟

طالبان تل د افغانستان د اسلامي امارت نوم اخلي، هغه چې په ۲۰۰۱ میلادي کال د امریکا د پوځي حملې په نتیجه کې نسکور شو، متحده ایالات له دغه نوم سره مخالف دی او نه غواړي چې طالبانو ته ډېر مشروعیت ورکړي او په کابل کې بیا د لویدیځ ملاتړی افغان حکومت خو بیخي له دې نوم سره جوړ نه‌دی.