د کلفورنیا سهیلي برخې نن بیا یوې زلزلې لړزولي

د کلفورنیا د زلزلې د ویجاړیو یو انځور

د کلفورنیا سهیلي برخې نن بیا یوې زلزلې لړزولې دي.

د دې زلزلې پیاوړتیا د رېښتر په کچه له شپږ اعشاریه نهه تر اووه اعشاریه یو اټکل شوې ده.

تر دې یوه ورځ مخکې هم همدا صحرايي سیمه یوې بلې زلزلې لړزولې وه.

د امریکا د جیالوژیکي سروې مرکز ویلي دي، د جمعې په ورځ په سیمه ییز وخت ماښام څه باندې اته بجې د زلزلې ټکانونه احساس شول.

د دې ادارې په وینا، د زلزلې مرکز د ریجکراسټ څخه ۱۳ کیلومتره لېرې و.

په دې ځای کې د پنجشنبې په ورځ هم د رېښتر په کچه شپږ اعشاریه څلور درجې زلزله شوې وه.

دغلته د سن برنارډینو د سیمې د اور وژنې ادارې پر خپل ټوېټر لیکلي چې دې سیمه کې یو کس برسېرن ټپي شوی دی.

په کیرن سیمه کې چارواکو د څو کسانو د ټپي کېدو او څو ځایه اورلګېدنې راپور ورکړی دی.

زلزله پېژندونکو ویلي، د جولای د څلورمې د زلزلې را وروسته په سیمه کې شااوخوا ۱۷۰۰ ټکانونه احساس شوي دي.