نن په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرې بیا پيلېږي

ارشیف، د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

نن په قطر کې د امریکايي هيئت او طالبانو ترمنځ د اووم پړاو خبرې له یوې ورځې دمې وروسته بیا پيلېږي.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا مرکچي پلاوی له یوې اوونۍ راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له سیاسي ډلې سره خبرې کوي.

ويل شوي چې د دوی خبرې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او له افغان خاورې د ترورېزم د نه استفادې پر تضمین متمرکزې دي.

طالبانو ویلي چې په همدغو دوو مسئلو کې ډېر پرمختګ شوی.

زلمی خلیلزاد چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی دی، ټینګار لري چې باید په ټولو مواردو موافقه وشي.