مسؤلین: پولیسو د افغان- ترک د یوه ښوونځي له زده کوونکو سره ناوړه چلند کړی

آرشیف/ په کابل کې د افغان- ترک یو ښوونځی

په کابل کې د افغان ترک ښوونځي یو شمېر مسؤلین ادعا کوي چې پولیس د افغان ترک یو شمېر ښوونځيو ته له وسلو سره ننوتي او د ښوونځيو له ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو له کورنیو سره یې ناوړه چلند کړی.

د پېښې عیني شاهدان وايي، پولیس د اریانا افغان ترک ښوونځي ته له وسلو سره ننوتي او د ښوونځي له ښوونکو او زده کوونکو سره یې ناوړه چلند کړی.

د دوی له ډلې دوو تنو حلیم او حاجي سعید ازادي راډيو ته وویل: نن سهار پولیس له ټانګ او موټرو سره راغلي وو او د ښوونځي دروازه یې ماته کړه.

د زده کوونکو د کورنیو غږونه اورېدل کېدل چې پولیس یې له ساحې لېري کوي، دروازه یې ماته کړه او پولیس ښوونځي ته ننوتل.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت سلاکار او د افغان- ترک د ښوونځيو د رياست مسؤل عماد الدين سراجي دا خبرې له ازادي راډيو سره په مرکه کې تأیید کړې.

ښاغلي سراجي وویل، پولیس د افغان- ترک یو شمېر ښوونځيو ته له وسلو سره ننوتي، دروازه یې ماته کړې او له ښوونکو سره یې ناوړه چلند کړی دی.

ده وویل: د سهار په ۹ بجو او ۳۰ دقیقو پولیسو له رینجر او د اوبو پاشونکو موټرو څخه کار واخيست، د ښوونځي دروازه یې ماته کړه او هغه زده کوونکي او کورنۍ چې په داخل کې وو، پرې یې اوبه وشېندلې او د ټوپک په میل یې ډېر خلک وهلي او ټکولي دي.

هڅه مو وکړه څو د دغو ښوونځيو له ښوونکو او زده کوونکو سره خبرې وکړو، خو هغوی سیمه پريښې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بلخ پولیسو هم د مزارشریف د افغان- ترک د نجونو او هلکانو پر ښوونځیو حمله کړې وه.

په ترکیه کې د ۲۰۱۶ میلادي کال له کودتا وروسته د ترکېې حکومت فتح ‌الله ګولن د دغې کودتا اصلي تورن وګاڼه او د افغان – ترک ښوونځي چې د ګولن تر نظر لاندې یې فعالیت درلود، د ټولو د تړل کېدو غوښتنه یې وکړه.

په هغه وخت کې د ترکېې دولت له افغان حکومته وغوښتل چې د دغو ښوونځیو فعالیتونه ودروي.

له بلې خوا د پوهنې وزارت دا مسئله ردوی او وايي چې په کابل کې د افغان- ترک ښوونځيو د مدیریت لېږد په سوله ییزه توګه شوی.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي: هېڅ ډول تاوتریخوالی نه دی شوی، د افغان- ترک ښوونځيو د مدیریت انتقال پیل شوی او له شوي تفاهم سره به دا کار ترسره شي، یوازې د کابل ښار د اریانا افغان ترک په ښوونځي کې یو څو کسان چې د ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي هم نه دي، غوښتل یې چې ستونزه رامنځته کړېي، خو ستونزه هواره شوې ده.

په همدې حال کې د کابل د امنیې قوماندانۍ مسؤلین بیا د افغان- ترک ښوونځيو له مسؤلینو سره ناوړه چلند مسئله ردوي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغان ترک ۱۲ ښوونځي په کابل او نور یې په ولایتونو کې فعالیت کوي.