د سوډان واکمن پوځي جنرالان له اعتراض کوونکو سره موافقې ته رسېدلي

د سوډان بیرغ

د سوډان واکمن پوځي جنرالان په دې هېواد کې د روان سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو په مقصد د اعتراض کوونکو له مشرانو سره یوې موافقې ته رسېدلي دي.

د افریقايي ټولنې له خوا موظف منځګړي محمد حسن لېبات په یوه خبري غونډه کې وویل چې دواړو خواوو پرون پنجشنبه د درېیو کلونو یا له هغه د لږې زیاتې مودې لپاره د پوځي او ملکي مشرانو ترمنځ په نوبتي ډول د خپلواکې شورا پر جوړولو موافقه وکړه.

دا موافقه په پلازمېنه خرطوم کې له دوه ورځنیو خبرو وروسته شوې ده.

په مې میاشت کې د دې ټکي پر سر چې ایا د دې شورا مشري به ملکيان کوي، که پوځيان، د اختلاف له کبله خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د سوډان واکمنه انتقالي پوځي شورا او د معترضانو مشران پر دې هم سلا شوي چې د متخصصو شخصیتونو په ګډون یو خپلواک حکومت جوړ او په تېرو څو اوونیو کې د تشدد د پېښو په اړه چې په نتیجه کې یې لسګونه اعتراض کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول، په خپلواک ډول تحقیقات وکړي.