له طالبانو سره د عمران خان کتنه به د سولې پر روان بهیر څه اغېز ولري؟

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له طالب استازو سره د پاکستان د صدراعظم عمران خان کتنه به د سولې پر روان بهیر مثبتې اغېزې ولري.

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره هلې ځلې روانې دي، ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان له یو شمېر طالب استازو سره وګوري.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم دغه کتنه د سولې لپاره ګټوره ګڼي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: دېته په کتو چې طالبان تر ډېره له پاکستانه فعالیت کوي او هلته اوسېږي، که چېرې د پاکستان صدراعظم عمران خان له طالب استازو سره ګوري او دوی سولې ته هڅوي، دا یو نېک ګام دی او د دوی لېدل او خبرې به مثبتې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دولتي راډیو (راډیو پاکستان) د صدراعظم عمران خان د یوه سلاکار نعیم الحق له خولې ویلي چې ټاکل شوې عمران خان به په روانه میلادي میاشت کې د طالبانو له یو شمېر استازو سره وګوري.

په سیاسي چارو کې د صدراعظم عمران خان سلاکار نعیم الحق ویلي چې عمران له طالبانو سره دا کتنه له افغان حکومت سره د سلا مشورو وروسته کوي او ټاکل شوې چې د پاکستان حکومت به له افغان حکومت سره د دې کتنې جزیات شریک کړي.

وسله والو طالبانو لا له عمران خان سره د دې کتنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسمشر غني پاکستان ته د سفر پرمهال له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي.

خو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، هغه مخالفتونه چې سعودي عربستان او قطر له طالبانو سره لري، سعودي غواړي چې د دوحې پرضد نوې ډله په پاکستان کې جوړه او عمران خان ورسره وګوري.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي چې د پاکستان او سیمې حالت له نېږدې څاري، وايي چې سعودي غواړي په دې کار سره طالبان په دوو ډلو وېشي.

دی زیاتوي: واقعیت دا دی، هغه ډلې ټپلې چې عمران خان ورسره ګوري، هغه طالبان چې په قطر کې دي، هغوی نه دي، بلکې هغه مخالفتونه چې سعودي عربستان او قطر یې له طالبانو سره لري، سعودي غواړي چې د دوحې پرضد نوې ډله په پاکستان کې جوړه چې یو مرکز یې په پاکستان او بل په دوحه کې وي چې دا یوازې یوه لوبه ده او سولې ته کومه ګټه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره دا ځل د جرمني او قطر په کوربتوب راتلونکې یکشنبه په دوحه کې غونډه پیل شي.

تر دې مخکې مسکو د دا ډول دوو غونډو کوربه و چې پکې د افغانستان د یو شمېر پېژندل شویو سیاسي څېرو ترڅنګ، د طالبانو د قطر د دفتر یو شمېر غړو پکې ګډون کړی و.

طالبانو هم له خپل لوري په دې غونډه کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی.

دغه غونډه د یکشنبې په ورځ داسې مهال پیلېږي چې په دوحه کې د امریکایي پلاوي او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې چې پرون یې شپږمه ورځ وه، بې نتیجې پای ته ورسېدې او ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ له سره پیل شي.

دا خبره د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وکړه.

هغه پرون ازادي راډیو ته ویلي وو چې د سولې د یوې موافقې لپاره کار په سلو کې اتیا بشپړ شوی، خو ځیني مسایل زیات بحث ته اړتیا لري.