د تونس په سواحلو کې د ۸۰ کډوالو د مړینې وېره ده

د دریاب له لارې د ځينو کډوالو د تګ یو انځور

د دې وېره شته چې د تونس په سواحلو کې به د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې شااوخوا اتیا تنه کډوال مړه شوي وي.

دا خبره د مهاجرت د نړیوال سازمان IOM ویاند فلاویو دي ګیاسیمو پرون په یوه ټوېټري پیغام کې وکړه.

هغه وویل، د تونس په سواحلو کې د یوې کښتۍ ټوټې موندل شوي او ۴ تنه ژغورل شوي دي.

ژغورل شويو ویلي چې په کوچنۍ کښتۍ یې ۸۶ کسان سپاره وو چې د ده په وینا، د دې وېره شته چې شااوخوا اتیا تنه به مړه شوي وي.

د راپورونو له مخې، یوه ژغورل شوي کس وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د تونس ساحلي ګارډ ویلي چې دغه کښتۍ له لیبیا ایټالیا ته روانه وه.

په مې میاشت کې هم د تونس ساحلي ښار سفاکس ته نږدې سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لږترلږه اویا تنه مړه شوي وو.