ایران پرون د بریتانیا سفیر احضار کړ

د ایران بیرغ

له لوېدیځ سره د ایران د خړو پړو شویو اړیکو په ترڅ کې پرون ایران د بریتانیا سفیر احضار کړ.

ایران پرون په تهران کې د بریتانیا سفیر د هغه څه په خاطر چې په جبل الطارق کې یې د ایران د تېلو لېږدوونکې یوې کښتۍ ضبطول غیر قانوني بولي، احضار کړ.

دا خبره د ایران دولتي اژانس ایرنا د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند عباس موسوي له قوله کړې.

په دې اړه چې ایراني چارواکو د بریتانیا سفیر ته څه ویلي، نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم تأیید کړه چې سفیر یې احضار شوی او ویلي یې وو چې هغه به د جبل الطارق د دغه اقدام څخه د بریتانیا پر ملاتړ بیا ټینګار وکړي.

مخکې په جبل الطارق کې چارواکو ویلي وو چې د ایران د تېلو لېږدولو یوه کښتۍ یې د اروپایي ټولنې له بندیزونو څخه د سرغړونو په ترڅ کې چې سوریې ته د تېلو لږدولو شک پرې کېده، نیولې ده.

د جبل الطارق اعلا وزیر فابیان پیکاردو په یوه بیان کې وویل چې د ګریس ۱ په نوم دغې کښتۍ د سوریې د بانیاس د تېلو تصفیه خانې ته چې د اروپایي اتحادیې په بندیزونو کې شامله ده، اومه تېل لېږدول او هغه د بریتانیا شاهي سمندري ځواک پرون پنجشنبه ضبط کړه.

د هسپانیا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جوسیف بوریل د هسپانیا خبري رسنیو ته ویلي چې دغه کښتۍ د امریکا د متحدو ایالتونو په غوښتنه ونیول شوه.

پیکاردو وویل، د اروپایي کمېسیون او اروپايي شورا مشرانو ته یې په لیکلې بڼه د لګول شویو بندیزونو په رڼا کې د دغه اقدام له جزیاتو خبر کړي.

د روېټرز خبري آژانس د راپور له مخې، هغه اداره چې د تېلو د کښتیو د حرکت لوری څاري، ویلي چې دغې کښتۍ له ایرانه تېل بارکړي وو.

که دا تأیید شي چې دا د ایران اومه تېل وو چې دغې کښتۍ سوریې ته لېږدول، هغه به د امریکا له بندیزونو هم چې د ایران د تېلو پر صادراتو یې لږولي، سرغړونه وي.

د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې، د ګریس ۱ کښتۍ چې درې سوه زره ټنه وزن لري، د پاناما تر بیرغ لاندې په سنګار کې د یوه شرکت له خوا یې چارې تنظیم شوې دي.

د بریتانیا د صدراعظمې یوه ویاند وویل چې دا د جبل الطارق د چارواکو دغه اقدام ستایي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ هم جبل الطارق او هم سمندري ځواک ته مبارکي ورکړې چې پر سوریې د لګول شویو بندیزونو په رڼا کې یې دغه پرېکنده اقدام کړی دی.

د روسیې ترڅنګ ایران په سوریه کې په روانه نهه کلنه کورنۍ جګړه کې د دې هېواد د ولسمشر بشارالاسد د رژیم کلک ملاتړ کړی.