پاکستاني چارواکي د حافظ سعيد پر وړاندې ځپونکي اقدامات کوي

حافظ سعيد

پاکستاني چارواکو ویلي چې د حافظ سعيد په وړاندې ځپونکي اقدامات کوي.

د حافظ سعید لشکرطیبه ډله د هند په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ میلادي کال په خونړیو بریدونو تورنه ده.

د حافظ سعید او د هغه په ۱۲ همکارانو پسې ۲۳ دوسیې پرانېستل شوي دي.

د پاکستان د ټرورېزم ضد ادارې پرون ویلي، سعید لشکرطیبه ته چنده ټولوله.

لشکر طیبه ډله د هند په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ میلادي کال د نوومبر په مرګونو بریدونو تورنه ده چې په‌کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

د لشکر طیبې تر څنګ ده ځینې نورې ډلې هم جوړې کړي چې په مذهبي تُندلارۍ تورنې دي.

حافظ سعید چې د امریکا د تروریستانو په تور لېسټ کې دی څو واره مخکې هم محاکمه شوی خو لا یې هم فعالیتونه جاري ساتلي.

پاکستان وروسته له هغه پرون د حافظ سعید پر ضد د ځپونکو اقداماتو خبره کړې چې نړیوالو له دغه هېواده غوښتي چې د تروریستي ډلو پر ضد ګام پورته کړي.

امریکا او نړیوالو پاکستان تورن کړی خطرناکو تروریستي ډلو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او تمویلوي یې.

پاکستان بیا دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ترهګرۍ په خپله سخت ژوبل کړی.