یو شمېر ښوونځيو کې له زده‌کوونکو سره بد چلند؛ سرمعلم د زده‌کوونکي لاس مات کړی

د کابل ښار په غلام حیدر خان لېسه کې د اتم ټولګي زده کوونکی محمد لاس مات شوی

په‌دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو وهل او له هغوی سره بد چلند ډېر شکایتونه راپورته کړي دي.

د داسې بد چلند وروستۍ پېښه د کابل ښار په غلام حیدر خان لېسه کې د اتم ټولګي زده کوونکي محمد په وړاندې شوې.

محمد د ښوونځي د سرمعلم له‌خوا سخت وهل شوی او حتی لاس یې مات شوی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت هم دې پېښې اندیښمن کړی، د دغه وزارت ویانده نوریه نزهت وایي چې په ښوونځيو کې څارنه زیاته شوې: "پرون موږ د دغې مسئلې د څارنې لپاره لاړو، دغه شان پېښې چې زموږ په ښوونځيو کې کېږي، دا تاوتریخوالی دی، نو ځکه زه او زموږ د تفتیش ټيم پرون ورغلي وو، خو دا مسئله به په جدي ډول څارل کېږي."

د غلام حیدرخان ښوونځي مسؤلینو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د پوهنې وزارت ویانده وایي، په ښوونځيو کې له زده‌کوونکو سره هر ډول ناوړه چلند د پوهنې له اصولو سره په ټکر کې دی او له عامل سره به یې جدي چلند کېږي.

د غلام حیدر خان ښوونځي د زده‌کوونکي محمد د کورنۍ غړي په‌دې اړه مرکې ته حاضر نه‌شول، خو د هغه پلار چې روکی نومېږي یوازې دومره یې وویل چې په ښوونځیو کې باید له زده‌کوونکو سره د بد چلند مخه ونیول شي.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې له تېر یوه کال را په‌دېخوا په ښوونځیو کې له زده‌کوونکو سره د ناوړه چلند او تاوتریخوالي ۲۰ پېښې ثبت شوي چې دوه یې جنسي زورونې او نورې یې د وهلو پېښې دي.

له دې سره د ښوونې او روزنې د برخې پوهان بیا له زده‌کوونکو سره ناوړه چلند د دوی راتلونکي لپاره ګواښوونکی بولي او وایي چې که د دغو پېښو مخنیوی ونه‌شي، ورځ بلې ته به د ماشومانو او ښوونځيو تر منځ واټن زیات شي.

له دې ډلې محمد صابر نوري ازادي راډيو ته د پنجشنبې په ورځ وویل: "په ښوونځيو کې د ښوونکو او پوهنې وزارت دنده یوازې تدریس نه‌دی، بلکې د ماشومانو شخصیت جوړول او پر ځان د هغوی باوري کول یې مهمه برخه ده، خو دغه شان عملونه ډېر منفي عواقب لري او بالاخره د ښوونځيو د پرېښودلو لامل ګرځي."

ښاغلی نوري دا هم وایي، ټول تعلیمي بنسټونه که هغه دولتي دي یا خصوصي، باید له زده‌کوونکو سره د ناوړه چلند پر ځای ښه رویه وکړي، څو ماشومان زده‌کړو ته د هڅېدو تر څنګ په سمه توګه وروزل شي.