ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې له ګواښونو سره دې پام کوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې له ګواښونو سره دې پام کوي.

وروسته له هغې چې ایران وویل، ژر به له هغه په لوړه کچه د یورانیمو غني کول پیل کړي چې اجازه ورکول شوې، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې دا ډول ګواښونه بیرته ایران ته صدمه رسولی شي.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ایران ته په خطاب پر خپل تویټر ولیکل چې له تهدیدونو سره پام کوئ.

د ښاغلي ټرمپ په وینا دا ګواښونه بېرته ایران ته داسې زیان رسولی شي چې ترې مخکې به څوک هسې نه وي زیانمن شوي.

ټرمپ دا خبرداری له هغې څو ساعتونه وروسته ورکوي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، هېواد به یې د جولای له اوومې نېټې د درې عشاریه ۶۷ څخه په لوړه کچه د یورانیمو غني کول زیات کړي.

دا هغه حد دی چې د ایران لپاره په ۲۰۱۵میلادي کال کې لاسلیک شوي اټمي تړون ټاکلی دی.

د نړۍ د پیاوړي هېوادونو د هغو غوښتنو خلاف چې له تهران یې د اټمي تړون عملي کول غوښتي، د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل:"موږ به دا تعهد یوې خوا ته کېږدو او په هره اندازه چې موږ غواړو او اړتیا مو وي یورانیم به غني کړو."

د ایران د دولتي رسنیو په وینا روحاني ویلي:"موږ به دا اندازه له درې عشاریه ۶۷ ته پورته کړو."

د مې په میاشت کې حسن روحاني له ایران سره د اټمي تړون نورو لاسلیک کوونکو هېوادونو ته شپېته ورځې وخت ورکړی و چې د امریکا د اقتصادي بندیزونو څخه د ایران اقتصاد وژغوري. دا شپیته ورځې مهلت د جولای په اوومه نېټه پوره کېږي.