د روسيې ګازپروم شرکت به له ترکمنستانه تر ٢٠٢٤ پورې ګاز واردوي

د روسيې دولتي شرکت ګازپروم وايي، موافقه يې کړې چې له ترکمنستان څخه به تر ٢٠٢٤میلادي کاله پورې ګاز واردوي.

دا د ترکمنستان له دولتي شرکت ترکمن-ګاز سره د شوې موافقې يوه برخه ده.

ګازپروم شرکت په هغه اعلاميه کې چې پرون د چهارشنبې په ورځ يې په خپل وېب‌سايټ کې خپره کړې ويلي، هر کال به له ترکمنستانه ٥ اعشاريه ٥ میليارد مترمکعب ګاز واردوي.

دواړو دولتي شرکتونو مخکې د دوه نيمو مياشتو لپاره يو تړون لاسليک کړى و چې پر اساس يې روسيې د جون مياشتې تر پايه ١ اعشاريه ٢ میليارد متر مکعب ګاز واردولاى شو.

له ترکمنستان او د مرکزي اسيا له نورو هېوادونو په کمه بيه د ګازو واردولو، روسيې ته دا زمينه برابره کړې چې خپل صادرات اروپا ته زيات کړي.