د پيسو نړيوال صندوق پاکستان ته د ۶ ملياردو ډالرو په اندازه پور ورکوي

د پيسو نړيوال صندوق يا «IMF» وايي، پاکستان ته د درېيو کلونو لپاره د شپږ مليارد ډالرو په اندازه پور ورکوي.

د صدراعظم عمران خان حکومت د پاکستان د ناوړه اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره د دغه پور غوښتنه کړې وه.

د پيسو نړيوال صندوق د بورډ له تصديق سره جوخت پاکستان ته سم د لاسه د ١ میليارد ډالرو په اندازه د يوه قسط د ورکولو پرېکړه وشوه.

دغه نړيوال صندوق پرون په يوه اعلاميه کې وويل: د دغه پور هدف د چارواکو د اقتصادي اصلاحاتو ملاتړ، د اقتصاد د زيانمنېدو کمېدل او د متوازنې او پايدارې ودې لپاره د زمينې برابرول دي.

د پيسو نړيوال صندوق به د پاکستان اجراات په هرو درېيو مياشتو کې څاري او د پور پاتې قسطونه به په ٣٩ مياشتو کې ورکول کېږي.

د پاکستان د ماليې وزير عبدالحفيظ شيخ پرون په ټويټر کې وليکل، دغه پور به د پاکستان په اقتصاد کې ناانډولي کمه کړي او د زيان منونکو د خونديتوب سبب به شي.

د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې د بودجې د کسر د مخنيوي لپاره به د ٣٦ میليارد ډالرو په اندازه ماليه راټوله کړي.

د ماليې راټولول تل د پاکستان د چارواکو لپاره يو له چلنجونو ډک کار ګڼل شوى دى.