سرچینه: د امریکا او طالب استازو خبرې ممکن له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېږي

آرشیف/ د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

یوې ډیپلوماتیکې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې ممکن له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېږي.

دغې سرچینې ازادي راډیو ته دا هم ویلي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا برادر او زلمي خلیلزاد نن سهار ناوخته د دوحې په ډیپلوماتیک کلب هوټل کې له یو بل سره لیدلي دي.

د سیاسي چارو کارپوه نظر محمد مطمین چې دغه خبرې یې له نېږدې څارلې، هم د چهارشنبې په ورځ یې ازادي راډیو ته وویل چې ممکن دا خبرې نن د کوم پرېکړه لیک له خپرولو پرته پای ته ورسېږي.

ده وویل: تمه دا وه چې په اووم پړاو کې به یوه مسوده ترتیب او ګډ پرېکړه لیک ته زمینه برابره شي یا هم لاسلیک ته زمینه برابره شي، خو داسې بريښي چې تر اوسه پورې هم دواړه خواوې کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي او کېدای شي چې دغه مذاکرات پرته له پرېکړه لیکه پای ته ورسېږي.

ښاغلی مطمین دا هم وايي، که داسې وشي نو د دواړو خواوو په راتلونکو ناستو به یې هم اغېز ډېر ښه نه وي.

خو په ورته وخت کې روېټرز خبري اژانس د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله لیکلي چې خبرې په ښه توګه روانې دي، خو کومه هوکړه تراوسه نه ده شوې.

په قطر کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ اووم پړاو خبرې چې د شنبې په ورځ پیل شوي، نن یې پنځمه ورځ ده.

مخکې تر دې دا خبرې هیله بخښونکې ښودل شوي.

په قطر کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د مذاکراتو په اړه دا خبرې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په اوومه او اتمه نېټه دوحه د بین لافغاني خبرو کوربانه هم وي.

ټاکل شوې چې د قطر دا غونډه د برګهاف په نوم د یوه بنسټ له‌خوا جوړه شي.

جرمني او قطر به په شریکه د دې غونډې کوربه‌توب کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل دا غونډه سولې ته د رسېدو په خاطر د افغانستان لپاره یو مهم فرصت بللی دی.

امریکايی چارواکو مخکې له دې تمه ښودلې چې د سپټمبر د میاشتې له راتلونکو انتخاباتو مخکې به افغانستان کې د سولې په برخه کې ښه خبرونه ولري.