امریکا د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکی پوځ ترورېستي ګروپ وباله

د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي پوځ یو شمېر غړي

د امریکا متحده ایالاتو د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي پوځ په نوم بېلتون‌پاله ډله ترورېستي ګروپ وباله.

واشنګټن ویلي، منابعو ته د دې ډلې د لاسرسي مخه نیسي څو د بریدونو له پلان او ترسره کولو پاتې شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون د جولای په دوهمه ویلي د بلوچستان د ازادۍ پوځ یا «بي. اېل. اې» تر ډېره د پاکستان په جَنوب لوېدیځ کې په بلوڅ مېشتو سیمو کې امنیتي ځواکونه او ملکیان په نښه کوي.

امریکا ویلي، د بلوچستان د ازادۍ پوځ په بلوچستان کې د ۲۰۱۸ میلادي کال په اګسټ کې په چینايي انجنیرانو باندې انتحاري برید کړی، تر هغې وروسته‌یې په نومبر کې په کراچۍ کې د چین په قونسلګرۍ حمله کړې او د ۲۰۱۹ میلادي کال په مې میاشت کې یې په ګوادر بندري ښار کې یو لوکس هوټل تر برید لاندې نیولی.

په بلوچستان کې اکثر تاوتریخوالی په دې دی چې بلوڅ بېلتون‌پالي طبیعي زېرمو ته د لاسرسي په لټه کې دي او هم په عوایدو کې ښه ونډه غواړي.

بلوڅان که څه هم په طبیعي زېرمو ډکو سیمو کې اوسي، خو په خپله بې‌وزلي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د سې شنبې په ورځ د پاکستان د جندالله وسله‌والې ډلې ته هم خبردای ورکړی دی.

جندالله ډله د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي سره تړلې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي له کله چې دې ډلې «جندالله» فعالیت پيل کړی په ځینو هغو بریدونو کې لاس لري چې یو شمېر ایراني ملکیان او دولتي چارواکي په‌کې وژل شوي.