پوتزل: بین‌الافغاني خبرې به سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم فرصت وي

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل وایي، په قطر کې بین‌الافغاني خبرې به په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم فرصت وي او جرمني هیله‌مند دی چې دغه خبرې د جګړې د ښکېلو خواو ترمنځ باور رامنځته کړي.

ټاکل شوې چې د جرمني او قطر په کوربه‌توب دغه خبرې د راتلونکې یکشنبې او دوشنبې په ورځو په قطر کې ترسره شي.

په هغه اعلامیه کې چې د ښاغلي پوتزل له‌خوا نن خپره شوې، دا واضح شوې چې په دې خبرو کې ټول ګډونوال به په انفرادي او مساویانه توګه برخه اخلي.

طالبانو هم له دې مخکې د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو په اړه تل په ورته دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له افغان چارواکو سره د حکومت د استازو په توګه نه، بلکې د عادي افغانانو په توګه خبرې کوي.

په قطر کې مخکې دا ډول یوه پلان شوې غونډه د ګډونوالو د زیات شمېر او د استازولۍ له امله لغوه شوه.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه چې ایا په دې غونډه کې ګډون کوي او چارواکي به د عادي افغانانو په څېر په‌کې برخه اخلي که څنګه، څه نه‌دي ویلي، خو د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره خبرې مخ ته وړي، پرون په یوه ټویټري پیغام کې د دې خبرو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه خبرې د سولې د تړون د یوه چوکاټ د څلورو مهو عناصرو لپاره مهمې دي او هم د افغان سولې د پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی.