ډونالد ټرمپ: ایران له اور سره لوبې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

وروسته له دې چې تهران د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې پر بنسټ له ټاکل شوې اندازې د زیاتو یورانیمو د غني کولو اعلان وکړ، ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې ایران له اور سره لوبې کوي.

ټرمپ تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایران ته څه پیغام لري، وویل چې ایران په دې پوهېږي چې څه کوي او زیاته‌یې کړه چې دا هېواد له اور سره لوبې کوي.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ ادارې «IAEA» پرون د تهران هغه ادعا تأیید کړه چې وايي، په ټیټه کچه د غني شویو یورانیمو اندازه‌یې د ۲۰۱۵ کال د موافقې پر بنسټ له ټاکل شوې حده اوښتې.

امریکا په ۲۰۱۸ کال د ایران له اټمي موافقې ووتله او د دې هېواد د تېلو پر صادراتو او نورو برخو یې بندیزونه بیا ولګول.

ایران په ځواب کې د مې په اتمه اعلان وکړ چې نور نو دې موافقې ته ځان ژمن نه‌بولي او د غني شویو یورانیمو او درنو اوبو پر زېرمو د لګول شوي محدودیت پروا نه‌ساتي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون دوشنبه پر تهران غږ وکړ چې د یورانیمو غني کول بند کړي او ویېویل چې د هېڅراز اټمي موافقې له مخې هم باید ایران ته قطعاً د یورانیمو د غني کولو اجازه ورنه‌کړل شي.