خلیل‌زاد: راتلونکې اوونۍ قطر او جرمني د سولې د بین‌الافغاني خبرو کوربانه دي

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې جرمني او قطر به په ګډه د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو د بین‌الافغاني خبرو کوربانه وي.

ده له جرمني او قطر څخه مننه کړې چې د بین‌الافغاني ډيالوګ کنفرانس د کوربه‌توب چارې يې پر غاړه اخیستي.

زلمي خليل‌زاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د قطر په دوحه کې د جولای په اوومه او اتمه کېدونکی بین‌الافغاني ډیالوګ کنفرانس د سولې د چوکاټ لپاره چې څلور اړخونه لري، ډېر مهم دی او د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره مهم ګام دی، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې څلور ټکي مطرح وو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې نه‌کارېدل، له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او اوربند.

په داسې حال کې چې ښاغلي خلیل‌زاد د افغانانو ترمنځ کېدونکي کنفرانس ته خوشبیني څرګنده کړې ده، افغان حکومت هم وايي چې طالبان باید د سولې لپاره له هغه فرصته چې نه‌یوازې افغانانو، بلکې نړيوالو ورته برابر کړی، استفاده وکړي او د افغانانو وژلو ته د پای ټکی کېږدي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د جګړې يوازنۍ حل لاره دا ده چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرو ته کېني او د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته استفاده وکړي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، د افغانستان د حکومت لپاره د سولې پروسه یوه مهمه پروسه ده، ولسمشر ته دا مهم لومړيتوب دی، د افغانستان حکومت، خلک او متحدین‌یې ټول په ګډه کار کوي چې جګړه ختمه شي، که طالبان دا جګړه نه‌ختموي او پلمې لټوي، پر ملکي اهدافو حملې کوي، نو دا همدا ښيي چې دوی سولې ته اعتنا او چمتووالی نه‌لري.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې وسله‌والو پر یوه مهمه سیمه حمله وکړه چې ولسمشرۍ ماڼۍ، د ملي امنیت ریاست او دفاع وزارت ته نږدې پرته ده.

Your browser doesn’t support HTML5

کابل کې په نننۍ موټر بمب او ډله‌ییزه حمله کې ۳ تنه وژل شوي

د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خبره، په دغه حمله کې یې د دفاع وزارت منسوبینو ته درانه تلفات او زیانونه اړولي دي.

خو د چارواکو په وینا، وسله‌والو مخالفانو ملکي کسان په نښه کړي او له استوګنځایونو یې استفاده کړې ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وويل چې په دې برید کې چې د ده په خبره هدف‌يې ملکيان وو، د یوه کوچني په ګډون څلور ملکيان وژل شوي او دوه سرتېري د سخت دريځو پر وړاندي د عملیاتو پر مهال ووژل شول.

د کابل تر برید یوه ورځ مخکې د کندهار پر معروف ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۱۱ امنیتي ځواکونه او د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون اته کارکوونکي ووژل شول.

د کندهار د امنیه قوماندان په وینا، په برید کې ۱۵۷ سرتېري ټپیان شول.

د معروف په جګړه کې د څلورو ځانمرګو بریدګرو په ګډون د ۲۱ طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شو.

په کابل کې برید په داسې حال کې شوی چې د تېرې شنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره اووم پړاو خبرې پیل کړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې طالبان به له افغانانو سره هغه مهال خبرې پیلوي چې د بهرنیو شاهدانو په حضور کې د نړيوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي، خو ده زیاته کړې چې له افغان حکومت سره به د حکومت په توګه خبرې نه‌کېږي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند غفور احمد جاوېد له طالبانو غوښتي چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت دې له لاسه نه‌ورکوي او افغانان دې نور نه‌وژني.

ده وويل، طالب زندانيان چې خوشې شول، دا د چا صلاحیت و؟ دا نه د مدني ټولنې صلاحیت دی او نه هم د سیاستوالو، دا د افغانستان د محکمې، لويې څارنوالۍ او ولسمشر صلاحیت دی چې په فرمان‌یې زر تنه بنديان خوشې شول، که موږ غواړو اساسي حل لاره پیدا کړو چې په افغانستان کې دايمي سوله او ثبات تأمین کړي، نو یوازنۍ حل لاره دا ده چې د دوو اړخونو چې د افغانستان دولت او طالبان دي، ترمنځ مستقیمې خبرې پیل شي.

شااوخوا درې اوونۍ مخکې ولسمشر غني د ۹۰۰ طالب زندانيانو د راخوشې کولو امر وکړ.

د امريکا او طالب استازو ترمنځ د افغان سولې لپاره د اووم پړاو خبرو تر پیلېدو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره اوونۍ کابل ته په سفر کې هیله څرګنده کړې وه چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې یعنې په شااوخوا دوو میاشتو کې به د سولې یو تړون وشي.

Your browser doesn’t support HTML5

پامپیو د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې سولې ته هیله‌مند دی

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکلاس کې تېره اوونۍ په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې وويل چې طالبان باید ومني چې دوی له افغان حکومت او نورو افغانانو سره خبرو ته اړتيا لري.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم د افغانستان په اړه په دې غونډه کې ويلي وو چې په افغانستان کې د سولې او ثبات بې‌ساری فرصت رامنځته شوی او د سولې لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ کوي.