ولې ارزګان ولایت له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې محاصره دی؟

ارزګان ولایت

د ارزګان ولایت خلک وايي، د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار او ولسوالۍ لا هم وسله‌والو طالبانو محاصره کړی دی.

دوی ازادي راډيو ته وویل چې درې کال کېږي له خپلو سیمو بې ځايه دي.

د ولایتي شورا مسؤلینو بیا وايي، د یاد ولایت د محاصرې لامل د دغه ولایت مقام د مسؤلینو کمزوري رهبري ده او د امنیتي ارګانونو ترمنځ نه همږغي ده.

مدني فعالین یې بیا لامل مرکزي اداره یادوي.

د ولایت مقام مسؤلین بیا دا نه مني چې رهبري دې کمزورې وي، خو دوی یې لامل په‌دغه ولایت کې د وسله‌والو زیات شمېر او د افغان پوځیان کم تشکیل یادوي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

شرافت