د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنوبي کوریا ته رسیدلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنوبي کوریا ته رسیدلی او ټاکل شوې ده چې د شمالي کوریا سره د دې هېواد غیرې پوځي سرحدي سیمه ته هم ورشي.

ټرمپ همدارنګه د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون څخه غوښتي چې په دې سیمه کې دې له ده سره لنډه لیدنه وکړي.

له ټرمپ څخه نن وپوښتل شول چې ایا چمتو دی له کېم سره وګوري؟

نوموړې په ځواب کې وویل، وبه لیدل شي، ځکه د شمالي کوریا مشر د لیدنې لپاره ډېر لېوال دی.

د امریکا او شمالي کوریا مشرانو تر اوسه دوه ځلي خپلو کې لیدلي دي.

د لومړي ځل لپاره یې د تېرکال په جنورۍ میاشت کې او دوهم ځل یې هم د روان میلادي کال په فبرورۍ په میاشت کې خپلو کې ولیدل، خو دواړه مشران په‌دې لیدنو کې له اټمي وسلو څخه د کوریا د ټاپو وزمې د پاکولو په اړه کوم مهم توافق ته ونه رسېدل.