ډان: پاکستان ته د غني سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې تاریخي څپرکی

  • بلومبرګ

د بلومبرګ خپرونې په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د نویو خبرو د پیلیدو په اړه یو راپور خپور کړی دی.

خپرونه وايي، د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ اووم پړاو خبرې له هغې څلور ورځې وروسته پیلېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په کابل کې وویل، امریکا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې له دې وسله‌والې ډلې سره د یوې هوکړې مسودې ته نژدې شوې ده.

ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو هغو څرګندونو ته هم اشارې کړې چې ویلي یې وو، له افغانستانه د ناټو او امریکا د ځواکونو د وتلو پر موضوع په مشروط ډول خبرې روانې دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې وه چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې به د سولې یو بشپړ توافق رامنځ ته شي.

بلومبورګ په‌دې لیکنه کې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو سره د سولې د خبرو په تړاو هم بحث کړی.

لیکوال وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ دا خبرې په‌داسې یو وخت ترسره کېږي چې افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نژدې کېږي او ټاکل شوې د سپټمبر په ۲۸مه نېټه په‌دې هېواد کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.

د لیکوال په باور ګڼ لوري هڅه کوي، څو تردې انتخاباتو مخکې د سولې یوه هوکړه وشي، څو د رای ورکولو پر مهال د ولسي مرګ ژوبله مخه ونیول شي.

خپرونه زیاتوي، تر اوسه دا روښانه نه‌ده چې د یو احتمالي جوړجاړي په صورت کې به طالبان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګډون وکړي که‌نه؟

د لیکوال په وینا طالبانو د سولې د احتمالي جوړجاړي په نتیجه کې د مؤقت حکومت وړاندیز کړی، خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا وړاندیز رد کړی دی.

بلومبورګ وړاندې وايي، ولسمشر غني چې د دوحې له خبرو څنډې ته شوی، هیله‌مند دی چې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې به دده حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ مستقیمو خبرو ته لاره پرانېزي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته غاړه نه‌ده ایښې.

بلومبرګ د یو پخواني طالب چارواکي عبدالشکور مطمئن له خولې چې په وینا یې لا هم له طالبانو سره اړیکه کې دی وايي «د خبرو اترو دا پړاو ځکه ډېر زیات مهم دی چې دوی د سولې یوې هوکړې ته له رسېدو یو یا دوه قدمه لېرې دي.»

پاکستان ته د ولسمشر غني سفر لاهم د ځینو نړیوالو رسنیو د راپورونو او تبصرو موضوع وه.

  • ډان

په‌دې لړ کې پاکستانۍ ډان ورځپاڼې لاهور ته ولسمشرغني د جمعې د ورځې په سفر یو راپور خپور کړی.

ورځپاڼې د پاکستان د پنجاب ایالت د اعلی وزیر سردار عثمان بزدار له خولې ویلي، موږ لاهور ته د افغان ولسمشر د سفر د زړه له کومې هرکلی کوو.

د پنجاب اعلی وزیر پاکستان ته د ولسمشر غني سفر د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یو تاریخي څپرکی بللی دی.