د خوست کوچیان وایي چارواکو یې د ژوند ښه کېدو ته پام نه‌ده کړی

د خوست کوچیان

په خوست کې مېشت کوچیان وایي چې سیمه‌ییزو چارواکو یې د ژوند ښه کېدو ته هېڅ پاملرنه نه‌ده کړې.

د دې ولایت د کوچیانو قومي مشرانو د خوست له ولایتي چارواکو سره په کتنه کې وویل چې د پوهنې، روغتیا، اوبو او د ژوندانه د نورو اړینو اړتیاوو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او باید لاس نیوی یې وشي.

په‌دې کتنه کې چارواکو ژمنه وکړه چې د کوچیانو ستونزې به هواروي.

له خوسته د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې د خوست هغه ځايي قومونه چې کوچیان ورسره په ګاونډ کې اوسېږي، له یو بل سره د ځمکو او څړ ځایونو پر سر دعوې او لانجې لري چې دا لانجې ځینې وختونه د وسله‌والو نښتو لامل هم شوي، خو افغان حکومت تراوسه نه‌دی توانیدلی چې دغه لانجې په اساسي ډول حل او فصل کړي.