امریکا او روسیه پر "نیو سټارټ" سلا او مشورې پیلوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره . June 28, 2019

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي چې ده او امریکایي سیال یې ډونالډ ټرمپ خپلو د بهرنیو چارو وزیرانو ته امر کړی چې د اټمي وسلو د کنټرول په اړه سلا او مشورې پیل کړي.

پوتین دغه څرګندونې پرون شنبې د جاپان په اوساکا ښار کې د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو د سرمشریزې په پای کې وکړې، خو هغه دا هم وویل چې دی تر اوسه دا نه‌شي ویلی چې دغه اقدام به وکولای شي چې د نیو سټارټ په نوم تړون تمدید کړي.

د مسکو او واشنګټن ترمنځ د وسلو د کنټرول دغه تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې لاسلیک شو.

ټرمپ خبریالانو ته وویل چې له پوتین سره یې ډیرې زیاتې خبرې د وسلو د کنټرول پر موضوع څرخېدې.

که نیو سټارټ تړون بیا تمدید نه‌شي د اعتبار موده یې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې پای ته رسېږي.