قطر کې د سولې د خبرو د نوی پړاو پر پیلېدو د چارو د کتونکي مژده لیدلوری

د چارو کتونکی وحید مژده

امریکایي او د طالبانو ځینو سرچینو په قطر کې د خبرو دغه نوی پړاو چې پرون د شنبې په ورځ پیل شو، مهم بللی.

لکه د تېر په څېر دواړه لوري چې کله خبرې روانې وي ډېر جزئیات یې رسنیو ته نه په ډاګه کوي، خو ځینو سرچینو پرون لویدیځو خبري آژانسونو ته دغه خبرې حساسې بللې چې د دوی په وینا ښایي پریکړې پکې وشي.

پر دې مسلې د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري د چارو له کتونکي وحید مژده سره چې د سولې خبرې له نژدې څاري مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې که خبره د کوم توافق وي چې د دې خبرو په نتیجه کې به وشي ایا هغه به هاغسې د سولې یو جامع تړون وي چې مهم څلور مسایل په‌کې نغښتي وي او که یوازې پر دوو چې تر اوسه د طالبانو له لوري ډېر مطرح شوي یعنې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د دې ضمانت ورکول چې بیا به د دې هېواد له خاورې پر امریکا او متحدانو یې حملې نه کېږي؟

له ښاغلي مژده سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه