ډونالد ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل

د ترکیې او امریکا ولسمشران

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

ټرمپ او اردوغان نن د جي شل یا د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په ځنډه کې د جاپان په اوساکای ښار کې سره وکتل.

د امریکا ولسمشر له خپل ترکي سیال سره د دې لپاره ملاقات وکړ چې نوموړی وهڅوي چې د روسیې د S-400 پرمختللي هوايي دفاعي سېستم له خریدارۍ لاس په سر شي.

ټرمپ اردوغان ته ویلي، دا یوه ستونزمنه معامله ده او زیاته یې کړه چې دا ښه نه ده.

واشنګټن ویلي، که چېرې ترکیه د روسیې د S-400 پرمختللي هوايي مدافعې سېستم د خریدارۍ معامله د جولای ۳۱مه لغوه نه کړي، نو دغه هېواد به د F-35 د جنګي جټونو د نوي نسل د خریدارۍ اجازه ور نه کړي.

متحده ایالاتو له ترکیې غوښتي چې د روسیې د S-400 پرمختللي هوايي مدافعې سېستم د خریدارۍ پرځای د امریکا پاټریوټ راکټونه خریداري کړي.

اردوغان له ټرمپ سره په ملاقات کې ویلي، ستراتیژیک ګډون یې په ډېرو ساحاتو کې پیوستون ته اړتیا لري.

د ترکیې ولسمشر له ټرمپ سره تر کتنې وړاندې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ملاقات کې ویلي، د S-400 پرمختللی هوايي مدافعې سېستم ورته زیات اهمیت لري.

نوموړي د دې لپاره چې انقره به د دغه سېستم په اخیستلو له سره کتنه وکړي، اشاره ونه کړه.