چین او امریکا تر بحثونو وروسته د تجارت پر سر پر نويو خبرو موافقه کړې

د چین او امریکا ولسمشران

د چين دولتي رسنۍ وايي، د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د چين رهبر شي جين پېنګ په جاپان کې تر بحثونو وروسته د تجارت پر سر پر نويو خبرو موافقه کړې ده.

د چين دولتي خبري اژانس سينهوا نن راپور ورکړى چې واشنګټن به پر چينايي مالونو نوې تعرفه نه وضع کوي، لکه تر بحثونو مخکې چې د ولسمشر ټرمپ له خوا يې خبردارى ورکړل شوى و.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن په يوه کنفرانس کې وويل، امريکا به پر چينايي مالونو تعرفې نه زياتوي، خو زياته يې کړه چې دا تعرفې به لېرې کېږي هم نه.

ده وویل: موږ به مذاکرې ته دوام ورکوو، ما ژمنه وکړه چې لږترلږه به د اوس لپاره له چينه تعرفې نه لېرې کوو.

د امريکا او چين ولسمشرانو نن سهار د جاپان په اوساکا کې د شلو صنعتي هېوادونو يا (G-20) د سرمشريزې په څنډه کې خبرې وکړې.

د دې کتنې په پيل کې ولسمشر ټرمپ ويلي وو، له چين سره د تجارت پر سر يوې تاريخي موافقې ته لېوال دى، خو د چين ولسمشر شي جين پېنګ خپل امريکايي سيال ډونالد ټرمپ ته وويل، د مقابلې په نسبت ډيالوګ بهتر دى.

له خپل چينايي سيال سره تر خبرو مخکې ولسمشر ټرمپ هيله ښوولې وه چې يوه مثمره جلسه به ولري.

خو ولسمشر ټرمپ ټينګار کړى و چې که د دواړو هېوادونو د تجارت پر سر د لانجې په حل کې پرمختګ ونه شو، دى به خپل هغه پلان عملي کړي چې له مخې يې پر چينايي توليداتو تعرفه پراخېږي.

هغه تعرفې چې له وړاندې وضع شوي، په دواړو هېوادونو کې کمپنيو ته د ميلياردونو ډالرو په ارزښت زيان اړولى دى او په نړيواله سطحه يې د اقتصادي رکود وېره ولاړه کړې ده.

دا مسئله د دې سبب شوې چې په ټوله نړۍ کې د ونډو يا اسهامو بازارونه بې ثباته شي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له اوږدې مودې راهيسې له چين سره د تجارت پر مسئله انتقاد کړى.

د امريکا حکومت، د امريکا د معنوي شتمنۍ د غلا کولو او د چين په مارکېټ کې د امريکايي او نورو بهرنيو شرکتونو په وړاندې د پرتو خنډونو د لېرې کولو په برخه کې له چينه د پراخو بدلونونو غوښتنه لري.

پيکنګ وايي، واشنګټن غير منطقي غوښتنې لري او بايد ځيني امتيازونه ومني.

د چين يوه ډيپلومات پرون روېټرز خبري اژانس ته وويل، موږ داسې احساسوو چې امريکايي لورى تر حد زيات فشار وضع کوي، زياتې غوښتنې مطرح کوي، خو کوم امتياز ته غاړه نه ږدي.

د امريکا ولسمشر له خپل چينايي سيال سره په داسې حال کې خبرې کوي چې پرون يې په جاپان کې د روسيې له ولسمشر ولادیمير پوتين سره هم کتلي وو.