چارواکي: د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې ۲۴ ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي

په نهرین ولسوالۍ کې د ځينو ټپي شویو ولسي پاڅونکوونکو انځور

د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر ولسي پاڅونوالو د طالبانو په حمله کې ۲۴ پاڅونوال وژل شوي دي.

د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي ازادي راډیو ته وویل، د تېرې شپې په دغه پېښه کې ۹ پاڅونوال ټپیان شوي هم دي.

د ښاغلي مرادي په خبره، دغه ځواکونه د کهګدای په سیمه کې هغه مهال د طالبانو تر حملې لاندې راغلل چې د طالبانو له لوري د محاصره شويو سرتېرو مرستې ته روان وو.

له بغلانه د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، نهرین ولسوالي په دې وروستیو کې د طالبانو د حملو شاهده ده.

بل خوا وسله والو طالبانو ادعا کوي چې د بغلان د نهرین ولسوالۍ په کهګدای سیمه کې یې درې پوستې نیولي او د درېیو قوماندانانو په ګډون یې ۲۸ پولیس وژلي دي.

دغه ادعاوې سیمه ییز چارواکي ردوي.