ویسا: د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په سفر پاکستان ولې ډېر خوښ دی؟

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو پاکستان ته د افغان ولسمشر سفر او د قطر د اووم کنفرانس په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په سفر پاکستان ولې ډېر خوښ دی؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د پاکستان حکومت په څو بېلابېلو دلایلو غواړي چې نور د سیمې په کچه د افغانستان اوسنۍ لانجه ختمه شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، لومړی دا چې پاکستان د افغانستان د اوسنۍ جګړې د ختمېدو لپاره له لویو لوبغاړو سره شریکې پروژې لري او دوهم د پاکستان اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او درېيم د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ښایي ولسمشر په دې سفر کې پاکستانیانو ته د تېر په څېر یو طرفه امتیازات منلي وي.

هېواد:

بل‌ خوا د هېواد ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، پاکستانی واکمن باید له فرصته ګټه پورته کړي!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغانستان د سیمې د اتصال مهم مرکز دی او پاکستان باید په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې خپله تګلاره بدله کړي.

په سرمقاله کې راغلي، د پاکستان دغه پالېسي به یاد هېواد انزوا ته کش کړي او که دا لړۍ دوامداره وساتي، نو دا به پاکستان د تباهۍ کندې ته ورټېل وهي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقالې کې لیکلي، افغانستان یو وار بیا له ترورېزم سره د مبارزې لپاره پر پاکستان داسې مهال ټينګار کړی چې دغه هېواد په کراتو خپلې ژمنې ماتې کړي دي.

وړاندې په سرمقالې کې راغلي، افغانان له پاکستانه د ترورېزم د ځالو د له منځه وړلو او افغان سولې په مذاکراتو کې د عملي همکاریو غوښتونکي دي.

سرخط:

د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، ایا د قطر اووم پړاو خبرې به کومه پایله ولري؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو اووم پړاو خبرې داسې مهال پیلېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ناټو عمومي منشي ټينګار کړی چې د افغان سولې هوکړه لیک ته د رسېدو لپاره به لاره هواره کړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د امریکايي او ناټو چارواکو خبرو ته په کتو داسې ښکاري چې امریکا به دا ځل خپل ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته دا دنده سپارلې وي چې د افغان سولې په اړه د بحثونو اوږده لړۍ را لنډه او دا پروسه خپل اصلي مسیر ته چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پیل دی، برابره کړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، که چېرې امریکا بیا هم ونه توانېږي چې طالبان بین الافغاني خبرو ته حاضر کړي، نو دا پړاو خبرې به هم د هغو تېرو په څېر وي او کومې لازمې پایلې به ونه لري.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د یو شمېر افغان کتونکو په حواله لیکلي چې د قطر اووم پړاو خبرې به بین الافغاني سولې ته لار هواره او تمه ده چې د المان په منځګړیتوب دا خبرې تر یوې میاشتي پورې ترسره شي.