پوتین ټرمپ د نازي جرمني د ماتې د ۷۵مې کليزې مراسمو ته وغوښت

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته بلنه ورکړه چې د نازي جرمني د ماتې د ٧٥مې کليزې په مراسمو کې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو د اړيکو ښه کولو لپاره په تېرو څو مياشتو کې د لومړي ځل لپاره سره وکتل.

پرونۍ کتنه پرون په جاپان کې د نړۍ د ٢٠ ښو اقتصاد لرونکو هېوادونو يا (G-20) د سرمشريزې پر مهال وشوه.

کله چې خبريالانو له ټرمپه پوښتنه وکړه چې ايا له پوتين سره به د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې موضوع هم مطرح کړي؟

ټرمپ وويل چې البته، زه به دا کار وکړم او له دې سره پوتين يوه موسکا وکړه.

د تړلو دروازو تر شا د دواړو مشرانو کتنه په داسې حال کې وشوه چې د امريکا په ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر راپور په اپرېل مياشت کې خپور شو.

د دغه راپور تر خپرېدو يو دوه اوونۍ وروسته دواړو مشرانو په خپلو کې ټيليفوني مکالمه هم کړې وه.

دغه راپور وايي، د دې لپاره چې د ٢٠١٦ میلادي کال د ټرمپ په ګټه تمام شي، د روسيې له خوا هراړخيزه او سېستماتيکه هڅه شوې وه.