انتخاباتو کمېسیون:  ۳۳ ولایتونو کې د نوم‌لېکنې تقویتي پروسه پای مومي

ارشیف، په کابل ولایت کې د تقویتي نوم‌لېکنې د رای ورکولو یو مرکز. June 11, 2019

سبا د شنبې په ورځ به په ۳۳ ولایتونو کې د نوم‌لېکنې تقویتي پروسه پای ته ورسېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د تقویتي نوم‌لېکنې پروسې له پایته رسېدو سره به د رای ورکوونکو د نوم‌لېکنې پاڼې تر څارنې او اصلاح کېدو وروسته ولایتونو ته انتقال شي.

د دغه کمېسیون سرپرست ویاند ذبیح الله سادات د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه پاڼې به له تخنیکي څارنې وروسته له حساسو او غیر حساسو موادو سره یو ځای ولایتونو ته واستول شي.

دی وايي: "زموږ غوښتنه لومړی له هېوادوالو دا ده چې نن او سبا نوم‌لېکنه وکړي، ځکه دا پروسه په ۳۳ ولایتونو کې نه تمدید کېږي پرته له غزني نه چې زموږ مرکزونه په‌کې وروسته خلاص شول او د دې لپاره چې ټول اوسېدونکي یې په‌کې نوم‌لېکنه وکړي، یو اوونۍ تمدید شوه، خو په نورو ولایتونو کې به دغه پروسه د سرطان په اتمه نېټه وتړل شي."

تردې دمه چې دغه پروسه د جوزا میاشتې په اتلسمه نېټه د زمان بندۍ د جدول پر اساس پیل شوې او د سرطان تر اتمې نېټې پورې به دوام ولري، ۱۹۴ زره او ۸۷۰ کسانو په ۳۳ ولایتونو کې نوم‌لېکنه کړې چې له دې شمېره ۶۹ زره او ۲۸ کسان یې ښځې او ۲۹ زره او ۳۲ کسان یې کوچیان دي.

د ښاغلي سادات په خبره، په غزني ولایت کې چې مرکزونو په‌کې په ځنډ کار پیل کړ، تردې دمه په‌کې ۴۱ زره کسانو نوم‌لېکنه کړې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د رای ورکوونکو نوم‌لړ چې د دغه کمېسیون په خبره په‌کې ۸.۸ مېلیونه کسانو نوم‌لېکنه کړې وه، په ولسمشریزو انتخاباتو کې به هم ترې کار واخېستل شي.

دغه کمېسیون تمه لري چې د نوم‌لېکنې په تقویتي پروسه کې به ۲ مېلیونه وګړي نور هم نوم‌لېکنه وکړي.

د نوم‌لېکنې تقویتي پروسه د هغو کسانو لپاره ده چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له نوم‌لېکنې پاتې وو، قانوني عمر یې د ولسمشریزو انتخاباتو تر مودې بشپړېږي او یا هم هغه کسان چې له بهره هېواد ته بېرته راستانه شوي وي.

ارشیف، په کابل ولایت کې د تقویتي نوم‌لېکنې د رای ورکولو یو مرکز. June 11, 2019

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د نوم‌لېکنې د تقویتي پروسې لپاره ۴۵۸ مرکزونه پرانېستي، خو د نوم‌لېکنې د پروسې د پیل په لومړۍ ورځو کې په ټول هېواد کې ۵۰ مرکزونه تړلي پاتې شول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې د امنیتي ګواښونو، د پوهنې وزارت د نه همکارۍ او د حساسو او غیر حساسو موادو نه رسېدلو له امله په هلمند، زابل، ارزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې نږدې ۴۰ مرکزونه تړلي پاتې دي.

اوس پر انتخاباتو یو شمېر څارونکي وایي دا چې د دغو مرکزونو د بندوالي له امله په رښتیا څومره نوم‌لېکونکي په‌دغه پروسه کې له ګډونه پاتې دي؟ روښانه نه‌ده، ځکه د دغو څارونکو په خبره کمېسیون د خپلو کړنو جزئیات له څارونکو بنسټونو سره نه شریکوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید وویل:"زموږ څارنه ښيې چې ځینې پرېکړې باید ژر تر ژره تر سره شي، حد اقل تېره اوونۍ مو تمه دا وه چې د عملیاتي پلان او د بودجې بحث چې لا هم د حکومت او نړیوالې ټولنې دریځ یې په اړه روښانه نه‌دی، له موږ سره دې معلومات شریک شي، د نوم‌لېکونکو نوم‌لړ بله موضوع ده چې باید په اړه یې وضاحت ورکړل شي چې بیا د خیالي کېدو بحث رامنځته نه‌شي."

ښاغلی رشید وایي دا چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د را روانو انتخاباتو د شفافیت لپاره څه کړن‌لاره په پام کې لري؟ تر دې دمه یې په اړه یو ډاګیزه پرېکړه له څارنکو بنسټونو سره نه‌ده شریکه کړې.