ټرمپ او پوتین به په جاپان کې پر کومو موضوعاتو خبرې وکړي؟

ارشیف، ټرمپ او پوتین

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د «جي.شل» سرمشريزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني.

دا غونډه نن د جمعې په ورځ د جاپان په اوساکا ښار کې پیلېږي.

دواړه مشران به د امريکا او روسیې تر منځ له اټمي موافقې څخه د وتلو، د اوکراين په ختیځ کې د جګړې، د ایران پر وړاندې بندیزونو او په ونزوئلا کې د کړکېچ په ګډون پر ګڼو موضوعاتو خبرې وکړي.

ټرمپ د تېرکال په نومبر مياشت کې په ارجنټاین کې د «جي.شل» سرمشریزې په څنډه کې له پوتین سره خپله غونډه لغوه کړې وه.

دا اقدام یې وروسته له هغه کړی و چې روسیې په ازوف سمندرګي کې د اکراین دوه بيړۍ وويشتلې او ټوله عمله يې ونيوله.

پوتین له فایننشل ټايمز سره په مرکه کې چې پرون د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۷مه خپره شوه، ويلي په اوساکا ښار کې له ټرمپ سره د خبرو نتیجه ښايي دومره د پام وړ نه‌وي.

د امريکا او روسیې تر منځ د منځني واټن ویشتونکي اټمي قواوو موافقه په راتلونکي اګسټ مياشت کې پای ته رسېږي.

  • ایا په‌دې اړه به دواړه مشران کوم نوی توافق وکړي؟

د یادونې وړ ده، کله چې امریکا پر روسیه تور پورې کړ چې د دې موافقې درناوی نه‌کوي او له دې موافقې يې مخ واړاوه، مسکو هم له دې موافقې ووته.

دا موافقه چې د نوي پيل په نوم مشهوره ده، د اټمي وسلو استفاده محدودوي.

که دواړه هېوادونه د دې موافقې پر تمديد ونه غږېږي نو دا موافقه به په ۲۰۲۱میلادي کال کې پای ته ورسېږي.

اوس د ټرمپ اداره غواړي داسې يوه موافقه وکړي چې چين هم په‌کې شامل وي.

د روسیې او امریکا تر منځ ونزوئلا او ایران هم دوه هغه موضوعات دي چې دا دواړه هېوادونه له یو بل سره ورباندې ډېر اختلافات لري.

روسیه په ونزوئلا کې د ولسمشر نیکلاس مادورو ملاتړ کوي، خو امریکا د مخالف ګوند مشر خواین ګوايدو چې ځان یې مؤقت ولسمشر اعلان کړی دی، په رسمیت پېژندلی دی او غواړي نیکلاس مادورو له دندې ګوښه شي.

ټرمپ له مسکو څخه غوښتي چې د مادورو له ملاتړه لاس واخلي.

پوتین بیا ویلي چې امریکا څه ډول دا کار کولای شي ځکه که داسې وشي، په ونزوئلا کې به بشپړه بحران رامنځته شي.