ټرمپ او پوتین جاپان کې له یو بل سره لیدنه پیل کړې

ټرمپ او پوتین

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جاپان په اوساکا ښار کې له یو بل سره لیدنه پیل کړې.

د روسیې د ولسمشر پوتین یو نژدې همکار یوري اوشاکوف تردې مخکې ویلي و چې دا لیدنه به شاوخوا یو ساعت دوام وکړي او په‌کې به په دوه اړخېزو او نړیوالو مسئلو خبرې وشي.

ټاکل شوې د دواړو هېوادونو مشران د اټمي وسلو له تړونه د وتلو، په اوکراین کې پر کړکېچ، پر ایران د بندیزونو، او ونزوئلا کې د ناارامیو په شمول پر بېلابېلو مسئلو خبرې وکړي.

ولسمشر ټرمپ له ولسمشر پوتین سره وروستۍ پلان شوې لیدنه تېرکال د نوومبر په میاشت کې وروسته له هغې لغوه کړه چې روسي ځواکونو د ازوف سمندرګي کې څو اوکرایني بیړۍ او ماڼوګان برمته کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو پخواني مرستیال هیدر کونلي ویلي، احتمال لري چې دواړه مشران دې لیدنه کې د وسلو د کنټرول پر مسئله تر بلې هرې مسئلې ډېر تمرکز وکړي.