دا چې د «جي شل» سرمشریزه جاپان کې ده، د نړۍ مشران پر څه غږېږي؟

د «جي شل» سرمشریزه

د «جي شل» یا د ۲۰ لویو صنعتي هېوادونو سرمشریزه دا وار د جاپان په کوربه‌توب په اوساکا ښار کې په یوه مصنوعي ټاپو کې ترسره کېږي.

د نړۍ اکثر مشران له هغې ډلې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، د هند صدراعظم نرېندرا مودي، د چین ولسمشر شي جین پنګ، د برازیل ولسمشر جایر بولسونارو، او ځیني نور نن پنجشنبه وختي ور رسېدلي.

په‌دې سرمشریزه کې چې جمعه او شنبه دوام کوي، په لویو اقتصادي پانګونو، د چین او امریکا ترمنځ تجارتي جګړه او اغېزې، د تېلو د بیې کنټرول، د اقلیم د ښه کولو لپاره د هېوادونو ترمنځ کړکېچ او له سمندرونو د پلاستیک د راټولولو پر مسئلو بحث کېږي.

جاپان چې د دې ناستې مشري کوي د پلاستیکونو د مصرف په لحاظ دوهم هېواد دی او امریکا تر ټولو لوی مصرفوونکی دی.

دا مسئله په‌دې وروستیو وختونو کې په تودو بحثونو اوښتې ځکه سمندري چاپېریال او ژوي له خطر سره مخ بلل شوي.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چې دی هیله‌مند دی چې د «جي شل» سرمشریزې ګډونوال مشران د ازادې سوداګرۍ، د نوښتونو پر اساس د نړۍ د اقتصاد د چلولو، د ډیجیتال اقتصاد لپاره د قوانینو د ټاکلو، چاپېریال او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه تعهدات وښيي او د مخالفتونو پر ځای سره جوړ راشي.

د جاپان صدراعظم شېنزو ابې

شېنزو ابې همداراز هیله وښودله چې امریکا او چین په خپلو کې تجارتي جګړې او مخالفت ته د حل لار ولټوي.

ابې په اقتصادي مسایلو سربېره سیاسي او تاوده مسایل هم یاد کړل له هغې ډلې هغه په نړیوالو غږ وکړ چې په منځني ختیځ کې د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي چېرته چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ په دې وروستیو کې خپل اوج ته رسېدلی دی.

د «جي شل» سرمشریزې یو مهم ګډونوال متحده ایالات دي او اکثرې لویې مسئلې هم چې بحث پرې کېږي په متحده ایالاتو تړلي دي.

د چین او امریکا ترمنځ تجارتي جنګ چې د سرمشریزې یوه مهمه موضوع ده د ډونالد ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پنګ په جلا ناسته کې چې شنبه ده تر بحث لاندې نیول کېږي.

امریکا په چین باندې مالیات زیات کړي چې له امله‌یې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي جګړه رامنځته شوې ده.

د چین په لویو شرکتونو له هغې ډلې هواوې ټکنالوژیکي شرکت د امریکا بندیزونه د امریکا او چین د لانجو یوه برخه ده.

په وارداتي مالونو باندې د ټکس لوړول د دغو لانجو یوه بله مهمه برخه ده.

د اقتصادي مسایلو تر څنګ مهم سیاسي مسایل او په خاصه توګه منځنی ختیځ او ایران د مشرانو په بحثونو کې یادېږي.

روسیې ویلي چې ټرمپ او پوتین به د جمعې په ماسپښين د یوه ساعت لپاره سره یوه ناسته ولري.

دوی د وسلو د کنټرول او منځني ختیځ مسایل سره شاربي.

روسیه د وسلو د کنټرول د ځینو تړونونو د سرغړاوي په اړه تورنه ده، خو ترڅنګ‌یې تر ډېره د ایران پر وړاندې د امریکا د سیاستونو پر ضد ده.

په وروستیو کې د امریکا او ایران کړکېچ ځکه اوج ته رسېدلی چې ایران د امریکا یوه بې‌پيلوټه الوتکه نسکوره کړې او امریکا یې هم په غبرګون کې په‌دغه هېواد اقتصادي بندیزونه زیات کړي دي.