غني: هیله ده چې د پاکستان سفر مې د دواړو هېوادونو په برخه کې مثبتې پایلې ولري

ولسمشر غني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په اسلام‌اباد کې

ولسمشر محمد اشرف غني هیله څرګنده کړې ده چې پاکستان ته د ده سفر به د دواړو هېوادونو په برخه کې مثبتې پایلې ولري او په سیمه‌ییزو همکاریو کې به د پاکستان فعاله رول وهڅوي.

ولسمشر غني د پاکستان له صدراعظم عمران سره هم ولیدل.

د پاکستان حکومت په خپل ټویټر کې لیکلي چې ښاغلي غني او خان یو په یو په دوه اړخیزو همکاریو په بېلابېلو برخو کې خبرې کړي دي.

​ولسمشر غني تردې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي​ سره هم کتلي و.

ولسمشر غني له قریشي سره په خبرو کې وويل چې د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د وړانديز پر اساس‌یې پاکستان ته سفر کړی دی.

ده همداراز ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید پر متقابل درناوي او د دوو دولتونو ترمنځ د اړیکو پر اصل ولاړې وي.

ولسمشر غني ته د پاکستان صدراعظم عمران خان هم دغه هېواد ته د ورتګ بلنه ورکړې وه.

ارګ وايي، ولسمشر به په‌دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د سیمه‌یېز اتصال، سوداګرۍ او ټرانزيټ، امنیت او سولې پر موضوعاتو خبرې وکړي.