فايننشل ټايمز: طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ شوی، خو هېڅ توافق نه‌دی شوی

ارشیف، په پکتیا کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

یو شمېر نړیوالو رسنیو د سپټمبر مياشتې تر لومړۍ نېټې مخکې په افغانستان کې د سولې توافق ته د رسېدو په خاطر د امريکا د بهرنيو چارو وزیر خوشبيني ته پام کړی دی.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

پامپيو په یوه نه‌اعلان کړي سفر د سې شنبې په ورځ کابل ته ورسېد او هلته‌یې له افغان چارواکو سره ولیدل.

پامپیو وويل چې د افغانستان ۱۸ کلنې جګړې ته د پای ټکی ايښودو په خاطر یوه حل ته په رسېدو کې پرمختګ شوی دی.

وال سټريټ ژورنال دې ته هم اشاره کړې ده چې طالبانو له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کړې ده، خو د مقالې په وینا، پامپیو د سې شنبې په ورځ هڅه وکړه، د ولسمشر غني حکومت او افغانانو ته ډاډ ورکړي چې د افغانانو او افغان حکومت پر ځای به له طالبانو سره مذاکرات نه‌کوي.

وال سټريټ ژورنال ليکلي:

په‌داسې حال کې چې امريکايي چارواکي له طالبانو سره د سولې لپاره په خبرو بوخت دي، د هېواد په ټولو برخو کې تاتریخوالی دوام لري.

د چهارشنبې په ورځ امریکايي پوځ او افغان پوځ وويل چې دوه امريکايي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.

له ۲۰۱۵ میلادي کال راهيسې په افغانستان کې د وژل شويو امريکایي سرتېرو شمېر ۶۵ ته ورسېد.

د ۲۰۱۴ میلادي کال په پرتله له سپټمبر راهيسې ۴۵ زره افغان سرتېري او پوليس وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې تېر ميلادي کال په افغانستان کې تر بل هر وخت ډېر ملکيان وژل شوي دي او شمېر يې ۳۸۰۴ ته رسېدلی دی.

مایک پامپیو د جون په ۲۵مه نېټه په کابل کې د امريکا په سفارت کې وويل، هيله شته چې په راتلونکو دوو مياشتو کې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې یو توافق لاسلیک شي.

  • فايننشل ټايمز

فايننشل ټايمز ورځپاڼې د پامپیو د څرګندونو هغې برخې ته پام کړی چې وايي، له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ شوی دی، خو هېڅ توافق نه‌دی شوی.

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر پر مهال زياته کړه چې له طالبانو سره په خبرو کې د ترورېزم سره د مبارزې په اړه د مسودې جوړولو ته ډېر نږدې شوي دي.

د ده په وینا، پخواني څلور موارد یعنې، له ترورېزم سره مبارزه، د نړيوالو ځوکونو حضور، بین‌الافغاني خبرې او اوربند له طالبانو سره په خبرو کې مطرح دي او یوازي پر یوه مورد توافق امکان نه‌لري.

فایننشل ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې پاکستان د سولې په خبرو کې د منځګړي رول درلود او اوس باید له دې فرصته استفاده وکړي او له امريکا سره خپلې اړيکې ښې کړي.

د ورځپاڼې په وینا، تر دې مخکې واشنګټن، پر پاکستان تور پورې کړی چې له امريکا څخه پر میلياردونو ډالرو اخیستلو سربېره‌یې اسلامي سخت دريځو ته پناه ورکړې.

  • نيويارک ټایمز

د سولې توافق ته د رسېدو په اړه د امریکا د بهرنيو چارو وزیر له خوشبیني سره پر یوه وخت نيويارک ټایمز په افغانستان کې د دوو امريکايي سرتېرو وژل کېدو ته پام کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا، امريکايي سرتېرو ته د طالبانو نوي تلفات د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې د اووم پړاو خبرو په درشل کې اووښتي دي.

ویل کېږي د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د جون مياشتې په ۲۹مه نېټه دا خبرې پیلوي.

نيويارک ټايمز د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له قوله لیکلي چې دوی د چهارشنبې په سهار د امريکا دوه سرتېري په میدان وردګ ولایت کې په یوه کمین کې وژلي دي.

د امريکا پوځ د دې پېښې د دقيق ځای په اړه څه نه‌دي ويلي.