ایا د سولې په خبرو کې ښکېل لوري کومې موافقې ته نژدې شوي؟

د چارو کتونکی او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، اوس تر بل هر وخت زیات په افغانستان کې د سولې یوې موافقې ته نژدې شوي دي.

د سټولټنبرګ له دغو څرګندونو چې نن یې ازادي راډیو ته وکړې یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون په کابل کې هیله وښوده چې له طالبانو سره په څه باندې دوو میاشتو د سولې یو تړون وشي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم وایي، که بین الافغاني خبرې ژر پیل شي د سولې د تړون امکان شته چې ژر وشي.

له بلې خوا د افغانستان جمهوري ریاست وایي، افغان ولسمشر اشرف غني به پاکستان ته په سفر کې پر ۴ مهمو موضوعاتو خبرې وکړي چې یوه مهمه یې هم د سولې مسئله ده.

د سولې په اړه د چارواکو دغو ټولو هیله بخښونکو څرګندونو ته په پام ایا د سولې په خبرو کې ښکېل لوري کومې موافقې ته نژدې شوي؟

دا پوښتنه د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري د چارو له کتونکي د کابل پوهنتون له استاد نصرالله ستانکزي څخه د مرکې په پیل کې کړې.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه