ناټو افغانستان کې د ۲ امريکايي پوځيانو پر وژلو خواشيني وښوده

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې پوه ناسته کې د خبرو پر مهال. June 25 2019

د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د دوو امريکايي پوځيانو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه.

د امريکا د متحده ايالاتو پوځ وايي، نن‌يې په افغانستان کې دوه پوځيان وژل شوي دي.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د ازادي راډيو خبريال ته وويل: "د ناټو متحدان، د امريکا متحد ايالاتونه او د ناټو نور شريکان او همکاران لا هم مرګ ژوبله ګالي. د هغو کسانو له کورنيو سره خواخوږي ښيم چې د خواږه عزيزان يې وژل شوي دي. دا پېښه په عين حال کې د سولې پيغام ورکوي چې هم افغانانو او هم د ناټو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوړي."

په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر شپږو ته ورسېد.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ.

هغه په‌دې سفر کې وويل چې واشنګټن تمه لري چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې د سولې يوه موافقه وشي.

د امريکا پوځ په خپله اعلاميه کې د وژل شويو سرتېرو د وژنې د علت په اړه جزئيات نه‌دي ورکړي.

په اعلاميه کې ويل شوي، تر هغو چې د دغو سرتېرو کورنيو ته احوال نه‌وي ورکړل شوى، د هغوى بشپړ هويت نه‌روښانوي.