بلوچستان کې د پوليسو پر يوه مرکز، مشکوکو وسله‌والو حمله کړې

د پاکستان چارواکي وايي، په بلوچستان ايالت کې د پوليسو پر يوه مرکز، مشکوکو وسله‌والو حمله کړې ده.

د دوى په خبره وروسته وسله‌واله جګړه شوې ده.

په پېښه کې د پوليسو يو افسر او درې حمله کوونکي وژل شوي دي.

د پوليسو يوه محلي چارواکي جواد طارق وويل، په‌دې حمله کې چې نن په لورالايي کې شوې، يو پوليس ټپي شوى هم دى.

طارق وايي، دوو ځانمرګو بريد کوونکو په ځان پورې تړلي منفجره مواد چوولي او درېيم تن د پوليسو له‌خوا وژل شوى دى.

پاکستاني طالبانو په يوه لنډه اعلاميه کې د دې حملې مسؤليت منلى، خو په دې اړه‌يې نور جزئيات نه‌دي ورکړي.

په بلوچستان کې په ټيټه سطحه د هغه افراطيت شاهد دى چې د بېلتون غوښتونکو کار بلل کېږي.

دغه بېلتون غوښتونکي د دغه ايالت په طبيعي زېرمو لکه ګازو او تېلو کې پراخه ونډه غواړي.