ولسمشر اشرف غني سبا پنجشنبه پاکستان ته ځي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني، سبا (پنجشنبه) پاکستان ته ولاړ شي.

دا پاکستان ته د ولسمشر غني دوهم سفر دی.

له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ښاغلي غني د سې شنبې په مازیګر کابل کې "یو شمېر سیاسي او د سیمه‌ییزو چارو پوهان، د پوهنتون استادان او خبریالان" ورغوښتي وو او له هغوی سره‌یې پاکستان ته د خپل راتلونکي سفر د اهدافو په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې "ولسمشر د سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیت، امنیت او سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره هر اړخیز بحثونه، پاکستان ته د خپل سفر هدف وباله."

په خبرپاڼه کې د ښاغلي غني له خولې ویل شوي چې پاکستاني چارواکو مخکې هم د سفر بلنې ورکړي، خو دا سفر د مشورتي لویې جرګې د استازو په غوښتنه ترسره کوي.

ولسمشر غني په ۲۰۱۴ م کال کې د افغان ولسمشر په توګه له لوړې څو میاشتې وروسته پاکستان ته سفر کړی و، خو وروسته د کابل او اسلام‎اباد اړیکې ترینګلې شوې او ترمنځ‎یې د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ هم کم شو.

افغان چارواکو تر دې مخکې ویلي، پاکستان ته به د ولسمشر محمد اشرف غني سفر تشریفاتي نه‎وي، بلکې له پاکستاني چارواکو سره به په‎کې پر مسئلو جدي بحثونه شامل وي.