ناټو:‌ افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کې په بروکسل کې پوه ناسته کې د خبرو پر مهال. June 25 2019

افغانستان په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د بحث له مهمو مسئلو څخه دی.

دا غونډه نن (چارشنبه د جون ۲۶) رسماً پیلېږي او تمه کېږي چې د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزیران او متحدان به‎یې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سولې او امنیت په اړه خبرې وکړي.

تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل، د سولې د ټینګښت لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی دی.

سټولټنبرګ زیاته کړه: "په داسې حال کې چې امنیتي وضعیت لاهم له ننګونو ډک دی، موږ د سولې د ټینګښت لپاره یو بې‌ساری فرصت ګورو. ناټو په افغانستان کې یو سوله‌ییز جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د امریکا د هڅو او د افغان ځواکونو تمویل ته د ژمنتیا بشپړ ملاتړ کوي، او دا دواړه مسئلې په افغانستان کې د سولې د شرایطو د چمتو کولو لپاره مهمې دي."

ناټو ویلي، افغان ځواکونه تر ۲۰۲۴ م کال پورې تمویلوي. د افغان ځواکونو کلنی لګښت نږدې پنځه میلیارده ډالره اټکل کېږي چې یوه لویه برخه‎یې د امریکا متحده ایالات ورکوي.

په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او کابل کې د ناټو لوړپوړی ملکي استازی نیکلاس کې هم برخه لري.

همدارنګه په غونډه کې به د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک استازي هم ګډون وکړي.