د خاشقجي کوژدنه د هغه د وژل کېدو په اړه د نړیوالو څېړنو غوښتنه کوي

هاتیچي چنګیز د عرب خبریال جمال خاشقجي کوژدنه

د عرب خبریال جمال خاشقجي کوژدنه د دې خبریال د وژل کېدو په اړه د نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې.

هاتیچي چنګیز د سې شنبې په ورځ د خاشقجي د مړینې په اړه د ملګرو ملتونو د تازه موندنو وروسته په سویس کې وویل، سعودي عربستان شواهد له‎منځه وړي، نو په همدې بنسټ د هغه هېواد څېړنې د باور وړ نه‎دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې څېړونکې او ګزارشګره اګنیس کالامرد هم پرون په جنوا کې وویل، د هدفي وژنو ډېرو قضیو ته رسیده‎ګي نه‎ده شوې.

کالامرد زیاته کړې: "د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعانو او مخالفانو هدفي وژنې په ټوله‌ییزه توګه مخ په زیاتېدو دي."

تر دې مخکې مېرمن کالامرد ویلي وو، په سلو پاڼو کې د ملګرو ملتونو د راپور په بنسټ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د دې هېواد نورو لوړپوړو چارواکو د جمال خاشقجي په وژنه کې لاس درلود.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر عادل‎الجبیر دا راپور رد کړی او هغه‎یې متناقض بللی دی. د الجبیر په وینا په دې راپور کې لګېدلي ټول تورونه بې‎بنسټه دي.

جمال خاشقجي چې د سعودي د رژیم منتقد و، تېر کال په استانبول کې د اکټوبر په دوهمه نېټه د سعودي قونسلګرۍ ته ننوت، خو بېرته ژوندی راونه‎وت. سعودي عربستان وروسته ومنله چې نوموړی په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی.