کورنیو چارو وزارت عبدالحمید خراساني نیولی

عبدالحمید خراساني

پولیسو عبدالحمید خراساني نیولی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وويل چې خراساني د هېواد او سیمې په کچه له خطرناکو او لویو مجرمینو څخه دی.

د رحيمي په وینا خراساني نن تر ماسپښین مخکې په داسې حال کې ونيول شو چې نن‌يې غوښتل په کابل ښار کې د لاریون پر مهال له پولیسو سره نښته وکړي.

د رحیمي په وینا عبدالحمید خراساني د کورنیو چارو وزارت د مجرمینو په لېست کې شامل و او څو ځلې يې له پولیسو سره نښته کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، خراساني له سوداګرو په باج اخیستلو، په ګڼو اختطافونو، وژنو، شوکو، لارې نيولو او زورواکي تورن دی.

رحيمي زیاته کړه چې خلکو ته د ښکنځلو، د حرمت بې‌احترامي، د افغانستان بیرغ ته د اور ورته کولو جرمونه له هغو جرایمو دي چې خراساني مستقیم لاس په‌کې لري.