ولې د کرکټ یو شمېر افغان لوبغاړو د بنګله‌دېش پر وړاندې خپل مسؤلیت سم ادا نه‌کړ؟

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی حشمت‌الله شهیدي

يو شمېر افغان لوبغاړو د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبه کې خپل مسؤلیت په سمه توګه ادا نه‌کړ، نو ځکه افغان لوبډله له ماتې سره مخ شوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی حشمت‌الله شهیدي د دې مطلب په څرګندولو ازادي راډیو ته وویل چې بنګله‌دېش ته دوی ماتې ورکولای شوای، خو خراب فیلډنګ او ځینې نورې کمزورۍ د دې لامل شوې چې دوی لوبه وبایلي.

په‌دې اړه د لا وضاحت لپاره د ازادي راډیو خبریال محمد واصل واصل له ښاغلي شهیدي سره مرکه کړې، دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه