په کابل کې د امريکا سفیر له طالبانو غوښتي چې افغان خبريالان دې نهتهديدوي.
جان بس د سې شنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي چې د خبريالانو او ملکيانو پر وړاندې تاوتریخوالی به افغانستان ته امنیت او فرصت نهراولي او نه به هم له طالبانو سره مرسته وکړي چې خپل سیاسي اهداف ترلاسه کړي.
We call on the Taliban to stop threatening Afghan journalists. More violence, against journalists or civilians, will not bring security and opportunity to Afg, nor will it help the Taliban reach their political objectives. 2/2
— John R. Bass (@USAmbKabul) June 25, 2019
د امریکا سفیر جان بس همداراز لیکلي چې فعالې رسنۍ د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو ثبوت دی.
ده همداراز ویلي چې خبريالي جرم نهدی او دا په نړۍ کې د ټولنې ګټور خدمت دی.
دا وروسته له هغه چې وسلهوالو طالبانو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د دوی پر ضد دې دولتي اعلانونه نهخپروي.
دا اعلانونه له خلکو غواړي چې که د طالبانو مشکوک فعالیت وویني، چارواکو ته دې خبر ورکړي.
د طالبانو په اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي که رسنۍ د یوې اوونۍ په اوږدو کې دغه نشرات بند نهکړي، پوځي هدف به وګڼل شي.
د افغان رسنیو مدافع ادارې یا نی د طالبانو دا اعلامیه غندلې او له حکومتهیې غوښتي چې د رسنیو د خوندیتوب په خاطر دې کلک اقدامات وکړي.