د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ د حل غونډه جوړېږي

د فلسطین او اسرائیل ګډ بیرغونه

په پام کې ده چې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پلان په اړه په هغه غونډه کې بحث وشي چې نن سې شنبې د بحرین په پلازمېنه ماناما کې جوړېږي.

د دولتونو، مدني ټولنې او پانګه‌والو استازي دې دوه ورځنۍ غونډې ته بلل شوي دي، څو د فلسطین د چټکې اقتصادي ودې لپاره خپلې طرحې وړاندې کړي، خو د فلسطین او اسرائیل حکومتونه ګډون په‌کې نه‌لري.

د دې پلان له مخې چې جزئیات‌یې سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ روښانه کړل، مرستندوی هېوادونه او پانګه‌وال به د دې سیمې لپاره شااوخوا ۵۰ میلیارده ډالر ځانګړي کړي چې ۲۷،۵ میلیارده ډالر به‌یې لوېدیځې غاړې او د غزې تړانګې او پاتې به‌یې اردن، مصر او لبنان ته ځانګړي شي.

ټرمپ به د دې پلان د سیاسي برخې څرنګوالی وروسته روښانه کړي.

د امریکا په پلاوي کې د خزانې وزیر سټیفن منوچین او د ولسمشر ټرمپ زوم او جګ‌پوړی سلاکار جرد کوشنر شامل دي.