امريکا پر خامنه‌اي او نورو ایراني مشرانو بندیزونه ولګول

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران د مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي په ګډون د دې هېواد پر نورو لوړپوړو چارواکو د بندیزونو امر لاسلیک کړ.

د امريکا ولسمشر څو ورځې وروسته له هغه چې ایران د امريکا یوه بې‌پیلوټه الوتکه وويشته، د یوه امر په لاسلیکولو سره پر ایران نوي بنديزونه ولګول.

ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د دې امر د لاسلیک پر مهال وويل، موږ به پر ایران فشارونو ته دوام ورکړو او ایران به هېڅ‌کله اټمي وسلې جوړې نه‌کړي.

ټرمپ زياته کړه چې امريکا له ایران سره جګړه نه‌غواړي: "د امريکا ملت له سولې سره مینه لري. موږ له ایران سره جګړه نه‌غواړو. زه هغې ورځې ته په تمه یم چې ټول بندیزونه لیرې شي او ایران وکړای شي یو سوله‌یيز، بریالی او ګټور هېواد شي. دا کار ډېر ژر هم کېدای شي لکه سبا او یا هم څو کلونه وروسته. نو د دوی له‌خوا که هر څوک غواړي خبرې وکړي، ورسره خبرو ته په تمه یم."

ده وویل چې د بې‌پیلوټه الوتکې د ویشتل کېدو له پېښې پرته هم ټاکل شوې وه امريکا پر ایران نوي بنديزونه ولګوي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې په جنوبي ولایت هرمزګان کې يې د امريکا یوه بې‌پيلوټه الوتکه چې جاسوسي يې کوله، ویشتلې ده.

خو یوه ورځ وروسته د امريکا ولسمشر وويل چې د دې پېښې په غبرګون کې نږدې وه د ایران پر وړاندې هوايي حملې شوي وی، خو د بې‌ګناه خلکو د وژل کېدو د امکان له کبله له دې پرېکړې پر شا شو.

د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت تېر کال د ایران او نړۍ د قدرتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووت او له هغه راهيسې يې څو ځلې پر ایران بندیزونه لګولي دي.