د فراه په ۳ ولسوالیو کې نظامي عملیاتو کې ۱۰ وسله‌وال وژل شوي

ارشیف/ په هرات کې افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي چې له درېيو ورځو راهيسې د دې ولایت په بالابلوک، بکواه او پشت رود ولسوالیو کې نظامي عملیات شوي دي.

د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي ازادي راډیو ته وويل چې د دغو عملیاتو پر مهال د دولت د وسله‌والو مخالفانو ۱۰ کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د بالابلوک ولسوال ملا سید محمد په‌دې ولسوالۍ کې د سختو نظامي عملیاتو خبر ورکړی دی.

د ده په وینا په دغو عملیاتو کې شیوان، ګرانی او ګنج اباد سیمې له مخالفینو تصفیه شوي دي او د دوی ګڼ مرکزونه له‌منځه تللي دي.

دا عملیات په فراه ولایت کې د ځای پر ځای بهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ پر مخ ځي.

طالب وسله‌والو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ويلي.