پامپیو له پاچا سلمان سره په سیمه کې د کړکېچ په اړه خبرې کړي

پامپیو له پاچا سلمان سره

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره یې نن په جده کې په سیمه کې د زیات شوي کړکېچ په اړه خبرې وکړې.

پامپیو دغه راز وویل چې د هُرمز تنګي د امنیت د ښه کېدو پر اړتیا یې هم خبرې وکړې.

پامپیو منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې نن د دوشنبې په ورځ سهار جدې ته ورسېد چې د ایران پر وړاندې یو نړیوال ائتلاف جوړ کړي.

پامپیو په‌دې سفر کې متحده عربي اماراتو ته هم ځي.

هغه تر سفر مخکې پرون د یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په سیمه کې د متحدو ایالاتونو له دواړو عربي سُني متحدانو سره به پر دې خبرې وکړي چې په څه ډول دا مسئله یقیني کولای شي چې موږ ټول سټراتیژیک متحدین یو او په څه ډول یو نړیوال ائتلاف جوړولی شو، یوازې د خلیج هېوادونو په سطحه نه، بلکې د اسیا او اروپا په کچه یو ائتلاف چې په نړۍ کې د ترهګرۍ د ستر ملاتړي په وړاندې ودریږي.

پامپیو دغه راز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبره تکرار کړه او ویې ویل چې واشنګټن له تهران سره له قید او شرط پرته خبرو ته تیار دی، څو د دوی ترمنځ چې اوږده دښمني روانه ده، دغه راولاړ شوی کړکیچ کم کړي.