په ولسي جرګه کې له څلورو ورځو تاوتریخوالي وروسته د جرګې غړیو بالاخره، د یوې جنجالي رای پرسر جنجال پای ته ورساوه.
جرګې د دوشنبې د ورځې په ناسته کې د میر رحمان رحماني د یوې رای په اړه چې د جرګې د ځینو غړیو لهخوا باطله اعلان شوې وه، رای ګیري وشوه او وکیلانو د دغې رای د باطلېدو لپاره رای وکارولې.
د ۲۲۹ غړیو نه ۱۲۰ د یادې رای ردولو او ۹۰ غړیو د همدغې رای د تأيیدولو لپاره رای ورکړې.
په دغو رایو ۳ سپینې او ۱۶ باطلې راېې هم وکاریدې.
د ولسي جرګې مؤقت مدیر محمد عالم ساعي د دغو رایو له کارولو وروسته وویل: "د کورنیو دندو د اصولو د اتمې مادې له مخې، هېڅڅوک د لومړي دور انتخاباتو وړونکی نهدی، نو زموږ او ستاسې د کورنیو دندو له اصولو سره سم سبا د انتخاباتو دوهم دور ته ځو."
د دغې رای ګیرۍ وروسته ملک قیس نوراغا، د ولسي جرګې د نوي رئيس تر ټآکلو د جرګې د مؤقت رئیس په توګه وټاکل شو.
د یوې جنجالې رای پر سر رای ګیري په داسې حال کې وشوه چې د ولسي جرګې یوې ۷۵ کسیزې ډلې د څو ساعتونو بحثونو وروسته وړاندیز وکړ چې د دغې رای لپاره دې صندق کیښودل شي.
دغه پروسه د جرګې غړیو محمد عالم ساعي او خدا داد عرفاني پرمخ یوړه.
دغه وړاندېز د جرګې اکثرو حاضرو غړیو ومانه او اختلاف يې پای ته ورساوه.
میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي د انتخاباتو په لومړي دور کې یو تر بله سیالي وکړه چې په دوهم دور کې يې مېر رحمان رحماني ۱۲۳ رای خپلې کړې وې.
۱۲۴مه رای پهدې دلیل چې یو اضافه ټکی یې درلود، په تاوتریخوالي بدله شوه.
د میر رحمان رحماني او کمالناصر اصولي د پلویانو ترمنځ دغه تاوتریخوالی دوه ځلي په فزیکي نښتو اوښتی دی.
اوس چې په پام کې د سې شنبې په ورځ د دوو نویو کاندیدانو ترمنځ انتخابات ترسره شي، داسې ویل کېږي چې د ولسي جرګې د ریاست څوکې ته به لږ تر لږه لس غړي ځانونه کاندید کړي.
تر اوسه د کندز ولایت استازي فاطمې عزیز ویلي چې د دې ریاست د څوکۍ لپاره به له نارینهوو سره سیالي وکړي: "د کاندیدو وروڼو ترڅنګ غواړم، یو ښځه هم وي. زه به پهخپله ودرېږم او کاندیده به شم. ولیدل شي چې استازي پر یوې ښځې هم اعتماد کوي او که نه."
د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخې که د سې شنبې د ورځې په انتخاباتو کې څوک ونه توانېږي چې پر یوې رای سربیره په سلو کې پنځوس رای خپلې کړي، انتخابات به دوهم دور ته لاړ شي.
که په دغه دور کې بیا هم څوک ونه توانېږي د اړتیا وړ رای خپلې کړي، انتخابات به درېیم نوبت ته لاړ شي.
که په درېیم نوبت کې بیا هم څوک بریالي نه شي، انتخابات به د هغو غړو ترمنځ وشي چې د انتخاباتو په تېرو دورو کې یې د رایو فیصدي لوړه وي.
که په څلورم دور انتخاباتو کې بیا هم دوه کاندیدان د حاضرو غړیو د رایو اکثریت ترلاسه نهکړي، کوم کاندید چې ډېرې رای وړي، د رد یا تأیید لپاره به يې علني رای ګیري وشي.