د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سعودي عربستان ته ورسېد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې نن سعودي عربستان ته ورسېد چې د ایران پر وړاندې یو نړیوال ائتلاف جوړ کړي.

پامپیو په‌دې سفر کې متحده عربي اماراتو ته هم ځي.

هغه تر سفر مخکې پرون د یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په سیمه کې د متحدو ایالاتونو له دواړو عربي سُني متحدانو سره به پر دې خبرې وکړې چې په څه ډول دا مسئله یقیني کولای شي چې موږ ټول سټراتیژیک متحدین یو او په څه ډول یو نړیوال ائتلاف جوړولی شو، یوازې د خلیج هېوادونو په سطحه نه بلکې د اسیا او اروپا په کچه یو ائتلاف چې په نړۍ کې د ترهګرۍ د ستر ملاتړي پر وړاندې ودریږي.

پامپیو دغه راز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبره تکرار کړه او ویې ویل چې واشنګټن له تهران سره له قید او شرط پرته خبرو ته تیار دی، څو د دوی ترمنځ چې اوږده دښمني روانه ده، دغه راولاړ شوی کړکېچ کم کړي.